د طالبانو پخوانی قومندان عبدالحمید خراساني د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ورستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی او دغه ډله یې متعصبه بللې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ایراني رسنۍ تسنیم سره په خبرو کې ویلي و چې د دې ډلې قومندان عبدالحمید خراساني هېڅ رسمي مقام نلري.

خراسانی د دوشنبې په ورځ د اګسټ مېاشتې په ۱۲ مه نېټه د ذبیح الله مجاهد د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي هغوئ چې تر پرونه پورې دوی ته یې د مرستې لاس اوږد کړی و او د مخالفینو په ځپلو کې یې ور څخه مرسته غوښته، نن ورځ له بده مرغه د ایران د خوشحالولو لپاره دوی خفه کوي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې د اسلام له نوم څخه دې غلطه استفاده نکوي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالحمید خراسانی څه موده وړاندې افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند ناوړه او غیر انساني بللی و.