په کابل ښار کې نن یکشنبه د اګسټ مېاشتې په ۱۱ مه نېټه په یو مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د معلوماتو پر بنسټ دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار دشته برچي کې رامنځته شوې چې په پایله کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور پکې ټپیان شوي دي.

د کابل لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یو پیغام کې ویلي دي چې دغه چاودنه په یوه مسافر وړونکي مرسیډیز موټر کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

په کابل ښار کې ایمرجنسي روغتون په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې له دې پېښې یاد روغتون ته د درې ښځو په ګډون اته ټپیان ور وړل شوي چې د یو کس حالت نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.