د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خپلې را روانې جرګې په ترسره کېدو د ټینګار ترڅنګ اعلان کړی دی چې هېڅ کله به له خپلې برحقې مبارزې څخه لاس وانخلي.

منظور پښتین د یو ویډیويي پیغام له لارې له ټولو قومونو او ولسونو غوښتي دي چې د پښتنو د را روانې اکتوبر مېاشتې جرګه د ګډون په موخه دې خپل یووالی وساتي او د هغه د بریالي ترسره کېدو لپاره دې هڅې وکړي.

منظور پښتین په خپلې مبارزې د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړې ده چې د خپل حق غوښتلو لپاره به مبارزه جاري ساتي او همداراز د بلوڅانو او سندیانو په ګډون له ټولو هغو قومونو سره ولاړ دی چې د تاریخ په اوږدو کې پرې ظلم شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د دغه غورځنګ مخکښ غړي ګيله‌من وزیر له وژل کېدو وروسته د راروانې اکتوبر مياشتې په ۱۱ د پښتنو د جرګې د جوړېدو اعلان وکړ.