‏فضل محمود فضلي، د جمهوري حکومت د چارو ادارې مشر، ویلي چې هغه کسان چې د طالبانو د تورې څېرې د سپینولو هڅه کوله، اوس پوه شوي چې دا ډله د زده کړو او کار په اړه خپل دریځ نه بدلوي.

‏فضلي په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې اوس طالبان پلویان هم د دې ډلې له اصلاح کېدو ناهیلې شوې دي او باید خپل غږ پورته کړي.

‏فضلي د طالبانو د واکمنۍ درېیم کال ته په نږدې کېدو، د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو دریځ ته سختې نیوکې کړي دي.