‏ترانسپورت او هوايي چلن وزارت وړاندوینه کړې چې د زمري ۲۰ او ۲۱ (شنبه او یکشنبه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې به ورښتونه او سېلابونه راشي.

‏د ورښت کچه ۱۵ تر ۳۰ ملي متره اټکل شوې، او په ټول هېواد کې چټک بادونه او دوړې هم تمه کیږي.

‏ وروستیو طبیعي پېښو په هېواد کې د سر او مال زیانونه اړولي دي.