‏زبیده اکبر، د افغانستان د بشري حقونو فعاله، د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جنسیتي برابری شبکې جایزه وګټله.

‏دې شبکه اعلان وکړ چې زبیده اکبر او حفیده چیکر، د تونس د ښځو د حقونو فعاله، د سږ کال د “حقوق او مشرتابه” جایزې ګټونکي دي.

‏د دې جایزې په ترلاسه کولو سره، زبیده اکبر د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د نه ستړې کېدونکي مدافع په توګه وستایل شوه.