د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د یو فرمان په صادرولو سره د دې ډلې تر کنټرول لاندې د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته لارښونه کړې چې پنځه وخت لمونځ دې په جماعت ادا او د لمانځه پر مهال خولۍ پر سر کړي.

د طالبان د مشر دغه تازه فرمان چې د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د اګسټ مېاشتې په ۸ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې خپور کړی دی پکې څرګنده شوې هغه کارکوونکي چې له عذر پرته په پرله پسې توګه د جماعت لمونځ ته حاضر نشي، له حنفي فقهې سره سم دې ورته تعزیري سزا ورکړل شي.

په دې فرمان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي ادارو کارکوونکو ته د لمانځه طریقه بیان شوې او له تکبیر تحريمه نيولې بيا پر نامه د لاسونو ايښودلو، رکوع، سجدې، ناستې، سلام ګرځولو او په لمانځه کې په کالیو د لاسونو نه وهلو توصيې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالعمروف کارکوونکو تر دې وړاندې هم په ځینو مواردو خلک په زور او جبر سره لمانځه ته وړي دي او ځینې یې وهلي ټکولي هم دي.