د امریکا متحده ایالتو د سنا جرګې غړي مایک بروان د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر انڼوني بلېنکن څخه غوښتي څو د طالبانو سره د دې هېواد مالي مرستې بندې کړي.

امریکايي رسنۍ فاکس نیوز تېره ورځ چهارشنبه د اګسټ مېاشتې په ۷ مه نېټه د دې سناتور له قوله لیکلي دي چې نوموړي د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته د یو رسمي لیک په استولو سره دغه غوښتنه مطرح کړې ده.

فاکس نیوز ویلي دا غوښتنه د امریکا د ۲۹۳میلیون ډالرو مالي مرستو ته د طالبانو د احتمالي لاسرسي په تړاو تر اندېښنو وروسته مطرح شوې ده.

په دغه لیک کې براون د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په تړاو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي د دفتر (سیګار) وروستی راپور «ټکان ورکوونکی» بللی او له بلینکنه یې غوښتي چې پر دې مسألې تر غور پورې د واشنګټن مرستې ودروي.

دغه سناتور ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد ارزونو د معیارونو په پوره کولو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاتې راتلو له کبله طالبان او نورې «ترهګرې ډلې» پیاوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر په خپل نوي راپور کې ویلي وو، چې واشنګټن په تېرو درېیو کلونو کې له کابل سره ۲۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.