د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستان څخه ۹۴۸ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو کنټرو لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د کډوالو او راستنېدوونکو ستونزو ته د رسېده ګۍ کمیسیون له قوله ویلي دي چې دغه شمېر کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، هرات او نیمروز له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملي راډیو ټلوېزیون د راپور له مخې یو شمېر کورنیو سره نغدي او غیر نغدي مرستې هم شوې دي او له دې ډلې له پاکستان څخه ۲۱ راستنې شوې کورنۍ ننګرهار، کونړ او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده او پر هغوئ یې خپلو فشارونو ته دوام ورکړی دی.