د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي د یوناما پخواني مشر، تادامیچي یاماموتو او د افغانستان لپاره د جاپان هېواد له سفیر سره لیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه د اګسټ مېاشتې په ۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې لیدنه کې د روغتیا اړوند مسایلو په اړه خبرې اترې شوې دي.

اعلامیه کې راغلي چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو پراخېدو په برخه کې د جاپان هېواد د همکارۍ غوښتوونکی شو.

د روغتیا وزرات همداراز څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د جاپان هېواد سفیر د افغانستان روغتیايي برخې سره د خپل هېواد د دوامداره همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.