په هلمند ولایت کې ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې پر یو کور د لاسي بم د غورځولو په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور پکې ټپیان دي.

د ځايي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ دغه پېښه تېره ورځ د سه شنبې په ورځ د اګسټ مېاشتې په ۶ مه نېټه د شپې شاوخوا ۹ بجې د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ تورن کس پر کور د لاسي بم له غورځولو وروسته د یاد کور پر غړو ډزې کړې دي.

د ویلو ده چې د دغې پېښې لامل لا نه دی روښانه شوی او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جنايي پېښو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی او طالبان هم د دې پېښو په مخنیوي کې پاتي راغلي دي.