د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی دی چې دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې ۷.۸ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې ویشلي دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې چارواکو نن چهارشنبه د اګسټ مېاشتې په ۷ مه نېټه د دې ادارې د لاسته راوړونو په کنفرانس کې وویل چې یواځې تېر کال یې په ټول هېواد کې ۳ میلیونه و ۲۶۵ زره او ۶۰۰ بریښنايي پېژندپاڼې وېشلي، چې د مخکیني کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د احصايې او معلوماتو ادارې مسولینو همداراز څرګنده کړې چې په ټولیز ډول په افغانستان کې ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زره برېښنايي پېژند پاڼې ویشل شوي دي.

دغې ادارې همداراز زیاته کړې چې په هېواد کې د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې په مرکز او ولایتونو کې د اسان خدمت پنځه دفترونه فعال کړي چې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته یې د برېښنایي پېژندپاڼو ترڅنګ د زېږون کارتونو د وېش او نورو برخو کې اړین خدمتونه وړاندې کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې ټینګار کړی چې ډېر ژر به په پکتیا، فاریاب، فراه او کندوز ولایتونو کې هم د اسان خدمت څانګې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر ښاریان طالب ډله په دې اداره کې په بډو اخیستو تورنوي او وايي چې دوی ښاریانو سره سلیقوي چلند کوي.