کاناډا هېواد له افغانستان سره د خپلو بشردوستانه مرستو په دوام داځل له افغانستان سره درې میلیونه کاناډيي ډالر چې ۲،۲  میلیونه امریکايي ډالر کېږي مرسته کړې ده.

د معلوماتو پر بنسټ کاناډا د ۲۰۱۹ کال را پدیخوا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې په ټولیز ډول ۱۵ اعشاریه ۸ میلیونه کاناډايي ډالر بشري مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا نن چهارشنبه د اګسټ مېاشتې په ۷ مه په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د کاناډا هېواد له دې مرستې مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې سیګار وویل چې امریکا له ۱۴۰۰ کال راهیسې له طالبانو سره څه باندې ۱۷ مېلیارده ډالر مرسته کړې ده.