د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی دی چې په غور ولایت کې د منار جام شاه و خوا سیمې چې د ورستیو سیلابونو د پاتې شونو له کبله ډکې شوې وې د پاک کارۍ چارې پایته ورسېدې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سه شنبه د اګسټ مېاشتې په ۶ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي په غور ولایت کې د منار جام د شاه و خوا سیمې پاک کاري د BRD موسسې له لوري د یونسکو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د یوې مېاشتې په موده کې ترسره شوې ده.

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتو رییس مولوي عبدالحی زعیم په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې وویل چې د جام منار اوسني استنادي دېوالونه د منار د محافظت لپاره بسنه نه کوي او  د استحکام لپاره يې اړتيا ده چې په شاوخوا سيمو کې يې نور محافظتي کارونه وشي.

د یادولو وړ ده چې په غور ولایت کې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو راوتلو سره د غور منار جام د نړېدو له ګواښ سره مخ و.