په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره یا سیګار ویلي دي چې د طالبانو د عامیې روغتیا اوسنی وزیر نور جلال د عامې روغتیا په برخه کې هېڅ ډول تجربه نلري.

د ویلو ده چې نور جلال د روان کال د جواز په ۸ مه نېټه د قنلدر عباد پر ځای د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په توګه وټاکل شو.

سیګار د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې نور جلال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کاله پورې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر و او همداراز له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۲ م میلادي کاله پورې نوموړی د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل و.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې زیاته کړې چې د صحي فعالانو او طالبانو ترمنځ اړیکې په افغانستان کې د اصولي صحي مرستو د رسولو په برخه کې خورا اغیزناکې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې په مشهد کې د فیض الرحمن عطايي په نامه یو ترهګر او انسان تښتوونکی د افغانستان د قونسلګرۍ د نوي سرپرست په توګه وټاکه.

د ویلو ده چې د طالبانو اکثره لوړ پوړي دولتي چارواکي د جهادي مدرسو فارغان او په عصري علومو خبر نه دي.