د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چار وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان په ۱۴ سیاسي استازولیو کې د قونسلي خدمتونو د ځنډولو په اړه ویلي دي چې د دې وزارت د صادر شوې اعلامیې وړاندې قونسلي خدمتونه د اعتبار وړ دي او له هغه وروسته هر ډول خدمات دویته د منلو نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا کې د پاسپورټ د تمدید ټول سټېکرونه باطل دي؛ خو په وینا یې، یواځې هغه سټېکرونه چې د اعلامیې له صادرېدو مخکې اجرا شوي وي یا درېیم هېواد ته پرې سفر شوي وي او د جولای له ۳۰مې مخکې د تګ راتګ مهرونه ولري، د منلو وړ دي.

طالبان څه موده وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چې په اروپا کې د افغانستان ۱۴ سیاسي استازولۍ له دغه وزارت سره همغږي نلري.

بهرنیو چارو وزارت د دغو استازولیو قونسلي خدمات بې اعتباره وبلل او څرګنده یې چې د دغو استازولیو د کړنو پر وړاندې مسوولیت نه مني.