د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ خبر ورکړی دی چې د دې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر په دوحه کې د افغانستان لپاره د یوشمېر هېوادونو له سفیرانو او ډیپلوماتانو سره لیدلي دي.

ارګ نن دوشنبه د اګسټ مېاشتې په ۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه ناسته تېره ورځ ماښام ناوخته په قطر کې د امریکا، بریټانیا، کاناډا، فرانسې، المان، ایټالیا، سویلي کوریا او اسټرالیا استازو په ګډون ترسره شوه.

ارګ د مولوي عبدالکبیر له قوله ویلي دي چې نوموړي د یادو هېوادونو له استازو غوښتي څو یوځل بیا په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او هلته وضعیت له نېږدي وګوري.

نوموړي همدراز د فغانستان پر بانکي سیستم د محدودیتونو لرې کېدو او د پانګې د ازادېدو غوښتنه کړي او هیله یې ښودلې چې د دوحې د ناستې په دوام په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ورته وخت کې د ټولو هېوادونو خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته په درناوي د ټینګار ترڅنګ له هغوی غوښتي چې د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوي وکړي.