طالبانو په غور ولایت کې د ۹ قلمه لرغونو اثارو د موندولو خبر ورکړی دی او ویلي دي چې دغه اثار یې د دې ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارلي دي.

په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی زعیم نن یکشنبه د اګسټ مېاشتې په ۴ مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه اثار د دې ډلې د استخباراتو ریاست له لوري موندل شوي او دې ریاست ته سپارل شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ یاد لرغوني اثار د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د مالګې کان په سیمه کې پیدا شوي دي.

ښاغلي زعیم څرګنده کړې چې موندل شویو تاریخي اثارو کې قاب، دیګ او ګیلاس شامل دي او د غوریانو دورې پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په غور ولایت کې د غور جام څلي اړوند سیمې څخه د سختو اورښتونو او سیلابونو راوتلو وروسته ۴۰ قلمه لرغوني اثار موندل شوي و.